| As a science, economics follows the scientific method. |
لکه څنګه چې اقتصاد يوه ساينسي څانګه ده، نو دا د ساينسي طريقې پيروي کوي. |
| Hypotheses are developed from observations, and are tested to ensure validity (usually in economics this simply involves more observation). |
فرضیې د مشاهداتو څخه جوړېږي، او د اعتبار د یقیني کولو لپاره آزمایل کېږي (په اقتصاد کې دا معمولاً د نورو مشاهداتو له لارې ترسره کېږي). |
| For results to be valid, an hypothesis must be capable of predicting an outcome more than once. |
د دې لپاره چې پایلې باوري وي، یوه فرضیه باید دا وړتیا ولري چې پایله له یو ځل څخه زیات وړاندوینه کړي. |
| Economists are usually involved in theoretical economics and use their observation of facts to interpret them in a meaningful way. |
اقتصادپوهان عموماً د نظري اقتصاد په برخه کې کار کوي او خپل مشاهدات د حقایقو د مانادار تفسير لپاره کاروي. |
| They use cause and effect relationships to establish economic theories or principles. |
هغوی د علت او معلول اړیکو څخه استفاده کوي څو اقتصادي نظريې یا اصول رامنځته کړي.
|
| Over time, a theory or principle may become accepted as universally true, at which point it becomes a law. |
په وخت سره، يوه نظريه يا اصل داسې کچه ته رسېږي چې خلک يې عمومي او تلپاتې حق ګڼي، او په همدې وخت کې دا یو قانون ګرځي.
|
| A law is generally always considered to be true. |
قانون عموماً تل رښتینی ګڼل کېږي. |
| A caveat to all of this is that all economic theories, principles, and laws are generalizations or abstractions. |
خو یو مهم ټکی دا دی چې ټولې اقتصادي نظريې، اصول، او قوانین عموميات يا مجردات دي.
|
| They simplify the actual picture, even more so because of ceteris paribus. |
دې مفاهيمو اصلي واقعيت ساده کړی دی، او دا لا زيات ساده کېږي د "ثابتو شرايطو" له کبله. |
| A law, though almost always true, may prove false under special circumstances. |
يو قانون، که څه هم نږدې تل رښتينی وي، خو کېدای شي په ځانګړو حالاتو کې ناسم ثابت شي. |
| Like other social sciences, economics cannot apply universal rules because humans sometimes act irrationally. |
لکه نورې ټولنیزې علومې، اقتصاد هم نه شي کولای چې عمومي او تلپاتې اصول وضع کړي، ځکه انسانان کله ناکله غيرمنطقي چلند کوي. |